د پاسپورټ عمومي ریاست د ښو خدماتو د وړاندې کولو او د مراجعینو د کاري پړاوونو د چټکتیا په پار، غواړي د دغې ادارې په تخنیکي او تجهیزاتي سیسټمونو کې ځینې مثبت بدلونونه راولي. دا چې هره ورځ د پاسپورټ په مرکزي اداره کې محترمو غوښتنوالو ته له څلورو تر پنځو زرو پاسپورټونه وېشل کېږي، د وخت په اوښتو سره د چاپ او ځینې نورو تخنیکي وسایلو خپله کاری وړتیا له لاسه ورکړی او اوس د دغو وسایلو ترمیم یا بدلولو ته اړتیا لیدل کېږي. د دغې پروسې بشپړول وخت غواړي او اړتیا ده، چې د پاسپورټونو د وېش خدمات د یادې شوې پروسې تر بشپړېدو پورې وځنډول شي. د پاسپورټ ټولو محترمو متقاضیانو ته خبر ورکول کېږي، چې د تخنیکي ډلو د کار تر بشپړېدو او د یادو شویو وسایلو تر ترمیم پورې، د پاسپورټ د وېش بهیر د تلې میاشتې له ۱۶ وروسته ځنډېږي. له محترو مراجعینو څخه هیله کوو، چې تر دویمې خبرتیا پورې چې د کورنیو چارو وزارت او پاسپورټ عمومي ریاست له وېبپاڼو به خپره شي، د پاسپورټ عمومي ریاست ته دې مراجعه نه کوي.
مهدي حسین؛ د انلاین فورمو په ډکولو سره د پاسپورټ په اخېستنې بریالی شوم
خوښ یو چې چارې مو پر وخت پرته له ځنډه تر سره شوي