د افغانستان اسلامي امارت

د پاسپورټ د آنلاین فورم لارښود

ښاغلیو/آغلیو متقاضیانو:

د پاسپورټ د ترلاسه کولو لپاره لاندې معلوماتو او مدارکو تقه اړتیا ده. د مهربانۍ له مخې د آنلاین فورمې د کره بشپړولو لپاره له لارښود څخه ګټه واخلئ.

نوټ : د پاسپورټ غوښتنې فورمه یوازې یو ځل ډکېږي.

  1. د تابعیت تذکره
    1. هغه متقاضیان چي اصلي سکونت یې ولایتونه دي او غواړي په مرکز کې پاسپورټ واخلي، تذکره یې باید د نفوسو د احوال ثبتولو ریاست (مرکز) څخه تائید وي.
    2. هغه متقاضیان چي اصلي سکونت یې کابل ولایت دی، تذکره یې باید د کابل ولایت د نفوسو د احوال ثبتولو له عمومي مدیریت څخه تائید وي.
    3. هغه متقاضیان چې اصلي سکونت یې په ولایتونو کې دی او غواړي په ولایتونو کې پاسپورټ ترلاسه کړي، تذکره یې باید د هماغه ولایت د نفوسو د احوال ثبتولو له مدیریت څخه تائید وي.
    4. د ماشومانو د زېږېدنې سند هغه مهال د اعتبار وړ دی، چې د نفوسو د احوال ثبتولو له ریاست او ولایتي څانګو څخه تائید شوی وي.
    5. هغه ماشومان چي عمرونه یي تر اوو (۷) کالونو رسېدلي وي، په تذکره کې یې د عکس لګول اړین دي.
    6. هغه متقاضیان چي د تذکرې عکس یې له اوسنۍ څهرې سره ورته والی نه لري او نه پېژندل کېږي، مکلف دي چې په تذکره کې نوی عکس ولګوي.
    7. هغه متقاضیان چې فعلي سکونت یې له اصلي سکونت سره تغیر ولري او د پاسپورټ غوښتنې آنلاین فورمه په فعلي مسکن کې بشپړوي، د تذکرې تائید یې د نفوسو د احوال ثبتولو ادارې د ځايي څانګو له لارې ترسره کېږي.
    8. هغه متقاضیان چې په بهر کې زېږېدلي دي، مکلف دي چې د هماغه هیواد د زېږدنې سند (Birth Certificate) د نفوسو د احوال ثبتولو له ادارې څخه تائید کړي.
  2. د آنلاین فورمي بشپړول.
  3. د پاسپورټ د محصول د تحویلۍ رسید.
  4. د بایومټریک او اسنادو د ورکړې پر مهال د پاسپورټ په مرکزي اداره او یا هم نورو څانګو کې د متقضاضي شتون اړین دی.
  5. هغو متقاضیانو لپاره چې عمرونه یې له اتلسو (۱۸) کالونو کم دي، د والدینو د کتبي غوښتنې، د قانوني پرېکړې او یا د محکمې د اجازې پر اساس صادرېږي. که چېرته عریضه کوونکې د شخص مور وي؛ نو په دې صورت کې نوموړې باید له پاسپورټ اخیستونکي وګړي سره خپله خپلوي تثبیت کړي.
  6. د دماغي ناروغانو لپاره د ناروغ د حقیقي او اصولي خپلوانو د غوښتنې په اساس پاسپورټ صادرېږي.
  7. د ملي سوداګرو لپاره د سوداګرۍ جواز او د سوداګرۍ وزارت یا د نورو اړوندو ادارو رسمي مکتوب وړاندې کول اړین دي.
  8. له پورته ذکر شوو مواردو پرته هغه متقاضیان چې د یو باصلاحیته ادارې له لوري د رسمي مکتوب پر اساس معرفي شوي وي، په مکتوب کې د متقاضي عکس باید ټاپه شوی وي. معرفي شوی وګړي باید له لاندې یادو شوو ځانګړتیاوو برخمن وی.
    1. هغه ناروغان چې د عامې روغتیا وزارت او سرې میاشتې ټولنې د پیژندلیک پر اساس د تداوۍ په موخه له هیواد څخه بهر ځي.
    2. د امنیتي ځواکونو هغه ټپیان چې د تداوۍ په موخه بهر ته استول کېږي.
    3. هغه لوبغاړي چې د المپک ملي کمېټې او د بدني روزنې د عمومي ریاست له لوري په نړیوالو لوبو کې د ګډون لپاره ځي.
    4. د درېیم بست او تر دې د لوړو بستونو کارکونکي.
    5. هغه نظامي منسوبین چې ډګروال او یا هم تر دې لوړه رتبه ولري.
  1. د متقاضي د غوښتنې پر اساس پاسپورټ د پنځو او یا هم لسو کالو مودې لپاره صادرېږي. د انقضا په صورت کې د اعتبار موده غځول کېږي.
  2. هغه متقاضیان چې د پاسپورټ د اعتبار موده یې نه ده پوره شوې اما د ګڼو سفرونو له کبله یې د پاسپورټ پاڼې ډکې شوې دي، د ټاکلي محصول په بدل ورته پاسپورټ صادرېږي او که پخوانی پاسپورټ یې د کوم معتبر هیواد ویزه ولري، له کنسل کېدلو وروسته له نوي پاسپورټ سره ضمیمه کېږي.
  3. هغه متقاضیان چې د پاسپورټ د اعتبار موده یې نه وي پوره شوې؛ خو د اعتبار موده یې د کوربه هیوادونو له ټاکل شوو شرطونو څخه کمه ده، د غوښتنې په اساس ورته تمدیدېږي.
  1. د پنځه کالني پاسپورټ محصول (۵۵۰۰) افغانۍ کېږي، له پنځلس (۱۵) کالونو څخه د کم عمر ماشومانو لپاره، د درېیم (۳) بست او یا تر دې د لوړ بست مامورینو لپاره، د نظامي کارکوونکو لپاره چې رتبه یې ډګروال او یا تر دې لوړه وي، د ناروغانو لپاره چې د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي کمېسیون له لوري معرفي شوي وي، د پاسپورټ لګښت یې (۳۲۵۰) افغانۍ کېږي.
  2. هغه متقاضیان چې عمرونه یې اتلس (۱۸) کالونو ته رسېدلي وي او غواړي لس کالن پاسپورټ واخلي، محصول یې (۱۱۰۰۰) افغانۍ کېږي.
  3. هغه متقاضیان چي پاسپورټ یې تخریب کړی وي، د نوي پاسپورټ لګښت یې (۳۰۰۰۰) افغانۍ کېږي.
  4. په مرکز او ولایتونو کې د سرې میاشتې ټولنې اعانه لس (۱۰) افغانۍ ده او د مخابراتو او ټکنالوجۍ وزارت د پوسټ خونې ټکس په مرکز کې (۲۰۰) افغانۍ او په ولایتونو کې (۵۰۰) افغانۍ کېږي.
  5. هغه متقاضیان چې پاسپورټ یې سوزېدلی وي؛ د ځايي پولیسو ادارې له تصدیق وړاندې کولو وروسته د پاسپورټ د نوي قانون له مخې، د ټاکل شوي محصول په بدل کې ورته پاسپورټ صادرېږي.
  6. هغه متقاضیان چې پاسپورټ یې ورک کړی وي او غواړي نوی پاسپورټ واخلي؛ نو د هیواد دننه د افغان اعلاناتو د کټېنګ له وړاندې کولو او همدا راز له هیواده بهر د بهرنیو چارو وزارت د کونسلي چارو ریاست له تصدیق وړاندې کولو وروسته به، د (ټاکل شوي محصول) دوه برابره محصول په بدل کې پاسپورت ورکول کېږي.
  1. د آنلاین فورمې له بشپړولو وروسته، د یادې فورمې یوه کاپي باید له ځان سره واخیستل شي او د افغانستان بانک ښاري څانګو او یا هم ولایتي څانګو ته مراجعه وشي او د ټاکل شوي لګښت په بدل کې رسید ترلاسه شي.
    لاندې ذکر شوو وګړو ته وړیا پاسپورټ ورکول کېږي:
  1. هغو محصلانو ته چې د دولت له لوري د بورسونو له لارې بهر ته ځي او د لوړو زده کړو وزارت، پوهنې وزارت او نورو دولتي ادارو له لوري رسمي معرفي شوي وي.
  2. هغو لوبغاړو ته چې په نړیوالو لوبو کې د ګډون په موخه د المپیک ملي کمېټې، کرکت بورډ، فوټبال فډریشن او د بدني روزنې ادارې له لوري رسمي معرفي شوي وي.
  3. هغو افسرانو، بریدمنانو، ساتنمنانو او عسکرو ته چې له خپلې خاورې د دفاع په وخت ټپي او معلول شوي وي او په نظامي تشکیلاتو کې وي او د اړوندو ادارو د روغتیايي کمېسیونونو لخوا پیژندلیک ولري.
  4. هغو ناروغ ماشومان او ورسره د ناروغ له یو تن منسوبینو، چې د سرې میاشتې ټولنې له لوري د تداوۍ لپاره بهر ته استول کېږي.
    لاندې ذکر شوو وګړو ته پاسپورټ نه صادرېږي:
  1. هغه وګړي چې د پور (قرض) او یا هم د نورو ژمنې د نه ترسره کولو په سبب د اړوندو ادارو له لوري ممنوع الخروج اعلان شوي وي.
  2. هغه وګړي چې محکمې په جزايي، مدني او سوداګریزو قضیو کې محکومان شمېرلي وي.
  3. هغه ماشومان چي والدین او یا قانوني وکیل ونه لري.
  4. هغه وګړي چې بیف او بایومټریک سیسټم یې ممنوع الخروج کېدل تثبیت کړي.
    د غوښتنلیک له انتخابولو وروسته د دغه لارښود په پای کې درته یو آنلاین فورمه پرانیستل کېږي چې په بشپړولو کې یې باید لاندې نکتو ته پام وشي.
  1. نوم، تخلص، د زېږېدنې کره نېټه(ورځ، میاشت، کال)، د زېږېدنې ځای، د ټېلفون شمېره او د قد کره اندازه باید ولیکل شي.
  2. هغه عکس چي فورمې ته یې پورته (اپلوډ) کوئ باید رنګه وي، چوکاټ ونه لري، اندازه یې ۴x۵ وي او فوټو شاپ شوی نه وي. شخص باید لنزونه او چشمې په سترګو کړي نه وي او د شخص د واقعيي څهرې د معلومولو په پار باید د شخص غوږونه ښکاره وي.
  3. لاسلیک باید په چارچوکاټ کې داسې وشي، چې د چوکاټ له خط سره نښتی نه وي.
  4. هغه متقاضیان چې ګوته لګوي، باید په داسې ډول ولګول شي، چې د ګوتې کرښې یې معلومې شي.
  5. د ماشومانو والدین کولای شي، چې د ماشوم د ګوتې پر ځای د هغه نوم ولیکي.
یادونه :
  1. پاسپورټ د بشپړې شوې فورمې پر اساس، چې د تابعیت تذکرې مطابق وي، د ټاکل شوي محصول په بدل کې صادرېږي. هر کله چې د فورمې د ناسمو معلوماتو په اساس پاسپورټ چاپ شي او یا د متقاضي له لوري د پاسپورټ په مشخصاتو کې د بدلون راوستلو غوښتنه وشي؛ نو د نوي پاسپورټ د چاپ محصول به د متقاضي پر غاړه وي.
  2. متقاضیان مکلفیت لري، چې د افغانستان بانک په څانګو کې د پاسپورټ د محصول ، د پوسټ خونې د خدمتونو او د سرې میاشتې ټولنې د اعانې پیسې، چې په قانون کې یې یادونه شوې جمع کړي، پرته له دې د پاسپورټ د اجرا په موخه هیڅ ډول پیسې نه جمع کېږي. د هرډول قانون ماتونې او اداري فساد د لیدلو په صورت کې د پاسپورټ ریاست د تیلفون شمېرې (۰۲۰۲۵۱۰۹۸۴) او د پولیسو (۱۱۹) شمېرې سره اړیکه ونیسئ او ستونزه ورسره شریکه کړئ.
  3. د پاسپورټ د آنلاین فورمې اړوند ستاسو نظرونه، وړاندیزونه او سالم انتقادونه د سیسټم په لا پیاوړي کولو کې مرسته کوي.